د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په ازبکستان کې د یاد هیواد لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف سره وکتل.
د دغې لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو خبرې وشوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې وویل، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه زموږ سیاست بېطرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی او له دوی څخه هم همدې اصل ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه لرو.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت د نشهيي توکو د کر، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد جدي مبارزه کړې او ګاونډیو هېوادونو ته یې د هغه د قاچاق مخنیوی کړی دی. اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواد څخه دوی ته کوم تهدید نشته.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع وبلله او ازبکستاني لوري ته یې بلنه ورکړه چې د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې ازبکستان له ایران او چین سره نښلوي، پانګونه وکړي.
د محترم ملا صاحب په خبره، له دې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې به هم رغنده رول ولوبوي.
همداراز محترم ملا صاحب د سالنګ لویې لارې د دوهم تونل په جوړولو کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړه. محترم ملا صاحب وویل، د دې تونل له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلول کیږي او د سیمې په ترانزیټ کې اساسي رول لري.
په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ازبک لوري ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له ازبکستان سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا غوښتونکی دی.
محترم ملا صاحب د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو توافقنامو پر عملي کولو او همدا راز د کابل او تاشکند ترمنځ د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه پر ګډ کار کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، ازبکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شوو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو لپاره به یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي.