د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت څخه د ۱۳۰۰ تنه فارغانو د فراغت په مراسمو کې په داسې حال کې چې د ملي دفاع سرپرست وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد او د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې له رهبري پلاوي څخه د دې شاندارو او پرتمینو مراسمو د جوړولو په خاطر د مننې ترڅنګ فارغ التحصیلانو، د دوی کورنیو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ته مبارکي ورکړه وې ویل، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې نن د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت له بېلابېلو ډیپارټمنټونو څخه ۱۳۰۰ تنه فارغېږي او د ادارو او خصوصي سکتور په بېلابېلو برخو کې د خپل ګران هیواد په ابادۍ او رغاونه کې ونډه اخلي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي نویو فارغ شویو محصلانو ته په خطاب کې وویل، تاسې کلونه د علم، هنر او حرفې د زدکړې لپاره هڅه کړې او زحمت مو ګاللی، نن ورځ مو الحمد لله ثمره په لاس راوړه او د خپلې کورنۍ، دوستانو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ویاړ وګرځېدلۍ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي ازادۍ، خپلواکۍ، اسلامي حکومت، امنیت او ثبات او په هیواد کې د درې ګونو محکمو له لارې د عدالت ټینګښت ته په اشارې وویل، نن زموږ په هیواد کې هیڅوک نشي کولی اسلامي مقدساتو ته سپکاوی وکړي، د ودونو محفلونه بمبار کړي، د خلکو کرکيله تخریب کړي، پر چا ظلم وکړي یا له عدالت څخه وتښتي دا ټول د لوی خدای ج نعمتونه دي.
نوموړي نویو فارغ شویو محصلانو ته په خطاب کې وویل، نن تاسې ډاډمن امنیت کې درس ووایه، ټول امکانات، لابراتوارونه، د استادانو معاشونه او نور لګښتونه مو د اسلامي امارت له لورې تأمین شوي، دا هم د الله ج نعمتونه دي.
د ریاست الوزراء ادراي مرستیال زیاته کړه، امکان لري په ځینې برخو کې نېمګړتیاوې موجودې وي، ولې دغه نېمګړتیاوې کولای شو د یوه بل په همکارۍ اصلاح او خپل وطن اباد کړو؛ الحمد لله اسلامي امارت د ښوونې او روزنې د پراختیا په لټه کې دی که هغه لومړنۍ، منځنۍ، لېسې یا هم د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو یا لوړو زدکړو په برخو کې وي، ترڅو افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې د یوه پرمختللي او مسلکي سیستم څخه برخمن شي.
محترم عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، تر اوسه په ځینو رشتو کې مسلکي کسان شتون نه لري او د دې نېمګړتیا او کمبودۍ د حل په موخه باید تخنیکي او مسلکي تعلیمات پراختیا ومومي، ترڅو د هیواد دننه متخصص افراد وروزل شي، دا زموږ د هیواد او خلکو لپاره یوه مبرمه اړتیا ده.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، بهرنیانو کلونه کلونه په بېلابېلو بهانو له هغې ډلې د نشه یي توکو لمنځه وړلو په بهانه په افغانستان کې حضور درلود او پایله یې هم موږ ولیدله چې نورو هیوادونو ته د نشه یي توکو پر قاچاق سربېره یې زموږ پنځه میلیونه هیوادوال په نشه روږدي کړل، لدې جملې یې یو میلیون ښځې او ماشومان جوړوي. د اسلامي امارت په حاکمیت سره د معتادینو راټول او درملنه او هغوی ته کار پیدا کول پیل شول ترڅو د سالمو او فعالو کسانو په څېر بېرته ټولنې ته ورستانه شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدا راز ځوانانو ته په خطاب کې وویل، افغانستان په بشپړ ډول یو اسلامي هیواد دی، تاسې باید په لومړي قدم کې له اسلامي عقایدو او احکامو سره بلدتیا ومومۍ او په دوهم قدم کې زموږ د ګران هیواد افغانستان د ابادۍ او رغاونې لپاره د تخنیک، ټکنالوژۍ او بېلابېلو حرفو پر علم مجهز شئ.
د ریاست الوزراء ادراي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې بهر ته د ځوانانو مهاجرت ته اشاره وکړه وې ویل، له افغانستانه مهاجرت په هیڅ عنوان حللاره نده، ځکه زموږ زیات شمېر وطنوال او ځوانان چې له قاچاقي لارو څخه کډوال کیږي مقصد ته د رسېدو په موخه په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا هم په سمندرونو کې غرقېږي او له ډول ډول توهین او سپکاوي او شاقه کارونو سره مخ کېږي. له ځوانانو یې وغوښتل چې په هیواد کې پاتې شي او د خپل هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.#