د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بادغیس ولایت یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د بادغیس ولایت د عمومي وضعیت او مجاهدینو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
هغوی همدارنګه د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او پراختیایي چارو یادونه وکړه او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې یادو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د خلکو د امنیت او ارامي تامین او هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او مسوولین به په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي د هغوی له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل،اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسیدګي وکړي.