محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال اسلامي مدرسې د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت مهم بنسټونه وبلل او ویې ویل، د افغانستان د شل کلن اشغال د پایته رسولو لپاره د عام ولس ترڅنګ علماوو هم بې شمېره قربانۍ ورکړې او د همدوی د قربانیو له امله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی. 

محترم ملا صاحب پر علماوو غږ وکړ، چې له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچاته هم د پيغور او په تیزه ژبه خبرې ونه کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.

محترم ملا صاحب وویل، په افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل شوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ شوی.

محترم ملا صاحب په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نشي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.

محترم ملا صاحب په پای کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار څخه ۱۰۰۰ فارغو شوو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې په خپل علم عمل وکړي او خلکو ته یې وښيي