له علم خان ازادي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

له علم خان ازادي سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام د بلخ ولایت له یو تن شخصیت محترم علم خان ازادي سره وکتل.

په پیل کې محترم علم خان ازادي د سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې وې ویل، له کابو نیمې پېړۍ راهیسې افغانان له سیاسي او امنیتي پلوه ګډوډۍ سره مخ دي، اما د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هیواد کې امنیت او ثبات حاکم شوی او خلک په ارام فکر خپلې ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

هغه زیاته کړه، له څو لسیزو وروسته هیواد کې ثبات راغلی او له سیاسې اړخه هم ګډوډي پایته رسیدلې او واحده رهبري موجوده ده چې دا د افغان ولس لپاره یو ستر نعمت دی.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم علم خان ازادي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، په هره چاره کې چې بې ثباتي او ګډوډي وي زیان یې خلکو او هیواد ته رسېږي، اما خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت توانېدلی په هیواد کې ثبات او امنیت تأمین او بې نظمي لمنځه یوسي او پر ځای یې یو پیاوړی مرکزي حکومت ایجاد کړي.

د ریاست الوزراء ادراي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري چې د امنیت او ارامۍ په فضاء کې ژوند وکړي، اسلامي امارت هم د دوی له دغه مشروع حق څخه ملاتړ کوي او هېچاته د خلکو پر حق، ابرو او عزت او ملکیت د تېري اجازه نه ورکوي.#