د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
په دې غونډه کې ۸ پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظور او پنځه نورې بیا په تدارکاتي پروسو کې د ستونزو له امله بېرته اعاده شوې.
په منظور شويو پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ نښلونکي سړکونه، د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
د يادونې وړ ده چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#