د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل 

وروسته د نفتو او ګازو مستقلې ادارې، د ښاروالیو چارو انسجام عمومي ریاست او ننګرهار ولایت مقام اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول. 

په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند موضوع په هکله د زیات غور او بررسي په موخه جلا کمېټې ته دنده وسپارل شوه.