د عامې روغتیا وزارت مسوولینو او څو تنو ډاکترانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو او څو تنو ډاکترانو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د عامې روغتیا وزارت له څو تنو مسوولینو او ډاکترانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې یادو مسوولینو او ډاکترانو د خپلو اړوندو چارو په هکله د معلوماتو ورکولو ترڅنګ په روغتیا سکتور کې د وروستیو پرمختګونو په یادولو سره وویل، د اسلامي امارت له بریا وروسته د نورو برخو په څېر د روغتیا په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي او لرې پرتو سیمو ته روغتیایي اسانتیاوې رسېدلې دي.
هغوی زیاته کړه، د روغتیا په برخه کې د تر کار لاندې ګڼو نویو طرحو په عملي کېدو سره به په دولتي روغتونونو کې اړمنو ته غوره خدمات وړاندې او شته ستونزې ختمې شي.
همدارنګه یې د ځینو ستونزو د حل او د روغتیاپالو د علمي ظرفیت لوړېدو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د عامې روغتیا مسوولینو او ډاکترانو ته د ښه راغلاست پر مهال په روغتیایي برخه کې د هغوي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، افغان روغتیا پالان په سختو شرایطو کې د افغان ولس خدمت کوي او اسلامي امارت د هغوی د ملاتړ تر څنګ هڅه کوي چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
محترم سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د افغان کادرونو پر لاس د صحي برخې د خودکفایي لپاره کار پیل کړي دی. همدارنګه یې یادو ډاکترانو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندیزونو به یې غور وشي.