د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوش تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.
په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوش تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
د یادونې وړ ده پر دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په درې کلونو کې بشپړې شي. #