د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال په کندهار کې د نساجي صنعتي پارک پرانیست

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال په کندهار کې د نساجي صنعتي پارک پرانیست

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ.

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي پيل شوه.

د يادوني وړ ده چې یاد صنعتي پارک شاوخوا ١٠٠٠ جریبه مساحت لري او بېلابېلو صنعتي شرکتونو ته په هيواد کې د صنعتي سکتور د ودې په پار په واک کې ور کول شو. 

دغه صنعتي پروژه د هېواد د صنعتي سکتور د‌ ودې او پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د سیمه‌ییز اقتصاد د غوړېدا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.#