په کابل کې د درمل پلورونکو ټولنې له استازو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

په کابل کې د درمل پلورونکو ټولنې له استازو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د درمل پلورونکو ټولنې له استازو سره وکتل.

په دې ناسته کې د درمل پلورونکو ټولنې غړو د اسلامي امارت لخوا د مالیاتو کمول په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې او باکیفیته توکو د راواردولو لپاره مهم ګام یاد کړ. 

دغو سوداګرو زیاته کړه، په دې وروستیو کې ورته حکومت یو لړ اسانتیاوې چمتو کړي او د اسلامي امارت د ملاتړ د دوام هیله یې څرګنده کړه. همدارنګه یې خپل وړانديزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپارل.

محترم مولوي عبدالکبیر د درمل پلورونکو ټولنې غړو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د افغان پانګوالو ملاتړ کړي او دا لړۍ به همدا ډول دوام ولري. 

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، افغان سوداګر د اسلامي نظام یوه مهمه برخه ده او حکومت ورڅخه د ملاتړ تر څنګ هڅه کوي، څو ورته د اړتیا وړ اسانتیاوې هم چمتو کړي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به یې پر وړاندېزونو غور وشي او اسلامي امارت یې د فعالیتونو ملاتړ کوي.