د‌ اهل‌ تشیع يو شمېر علماؤ او مخورو سره د‌ رياست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د‌ اهل‌ تشیع يو شمېر علماؤ او مخورو سره د‌ رياست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر نن د اهل تشيع له یو شمېر علمای کرامو او قومي مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

د دې کتنې په پيل کې راغلو مشرانو څرګنده کړه چې هزاره او اهل تشیع وګړي د امنیت د ټينګښت له امله د اسلامي امارت هڅې ستايي، ځکه د اړتیا په وخت کې اړوندو ادارو ورسره بشپړه همکاري کړې او د د‌وی غږ یې اوریدلی دی.

راغلو علماؤ او مخورو زياته کړه، له جګړې وروسته افغانستان د اسلامي نظام د ټينګښت او ثبات په حال دی، دوی په دغه مرحله کې د خلکو همکاري مهمه وبلله وې ويل چې ولسونه يې له اسلامي امارت سره بشپړ همکار دي.

همدارنګه په دې ناسته کې شعیه علماؤ او مخورو د را روانو عاشورا مراسمو په ښه ډول نمانځلو او د امنیت پر تأمین خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، راغلو علماؤ او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ټول افغانان په اسلامي نظام کې یو شان حقوق لري.

محترم مولوي عبد الکبیر څرګنده کړه، د عاشورا مراسمو د ډاډمن امنیت د تأمین لپاره امنیتي ادارې لاس په کار شوي او هېوادوال دې په دې اړه هېڅ راز اندېښنه نلري.

د‌ رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماؤ او هزاره قوم مشرانو له همکارۍ مننه وکړه وې ویل، پر وړاندېزونو به یې غور وشي.#