د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې وزارت، کابل ښاروالۍ، د مکروریانو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت او د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او د يادو شويو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.#