محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: علماء کرام دې خلکو ته د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. 

محترم ملا صاحب د یادو مراسمو ګډونوالو ته په وینا کې وویل، مدرسې د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدرسو کې ظهور وکړ، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.

محترم ملا صاحب د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدرسو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې مدرسې باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له جامعه فتح العلوم کابل مدرسې څخه فارغ شوو حافظانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له دوی څخه یې هیله وکړه چې په خپل علم عمل وکړي، نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.