د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې کابل ښاروال او د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو یې ملتیا کوله د کابل ښار بره کي څلور لارې هوايي پُل د جوړولو کاري بهیر له نږدې وکوت.
د دې کتنې پر مهال اړوند مسؤلینو د یادې پروژې د تطبیق، پرمختګ او کاري کیفیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
اړوندو مسؤلینو وویل، د یاد هوايي پُل ودانیزې چارې د تخنیکي معیارونو مطابق دوام لري او هڅه یې دا ده چې دغه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د هیوادوالو چوپړ ته وړاندې شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښاروالۍ مسؤلینو او په دې پروژه کې د شاملو کسانو هڅې وستایلې او د بره کي څلورلارې هوايي پله جوړول یې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د لمنځه وړلو او کابل ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا لپاره اړین وباله او د یاد هوايي پُل د کار پر چټکتیا او کیفیت پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه هوايي پُل د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا د پلان یوه برخه ده چې په دوه برخو کې جوړېږي او ۷۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي چې د کابل ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.#