د کابينې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو د مخنيوي په اړه بحث وشو

د کابينې اتمه غونډه: هېواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو د مخنيوي په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتمه غونډه د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پيل شوه، له اجنډا سره سم په کې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي اړوند دې د اقتصادي معاونیت د طرحې په پام کې نيولو سره هر اړخیزه څېړنه وکړي او وروستی راپور دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې هېواد ته د رکشو واردولو او په ښارونو کې د ګرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه کړي او پایله دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.