د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په ارګ کې وکتل‌.

په دې کتنه کې لومړی، مېرمن ديبورا لاينز په دوحه کې د مرسته کوونکو هيوادونو له استازو سره د وروستيو غونډو او منځنۍ اسيا هيوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

همداراز په دې کتنه کې، په مختلفو موضوعاتو له هغې ډلې بشري وضعيت، د کرنيز سکتور ملاتړ، بانکي مسايلو ته رسيدګي او همداراز د هيواد په ځينو سيمو کې د تازه ثبت شویو وباوو خپرېدو پر وړاندې د تياري په اړه بحث وشو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بشري وضعيت په اړه د مېرمن ديبورا لاينز د هڅو ستاينې ترڅنګ د کرنيز سيستم پر پياوړتيا او ژر تر ژره د بانکي مسايلو پر حل ټينګار وکړ.

محترم حنفي يو وار بيا ټينګار وکړ چې اسلامي امارت له ګاونډيو، سيمې هيوادونو او نړۍ سره د نيکو اړيکو غوښتونکی دی او د متقابل احترام پر اساس د دغو اړيکو پراختيا ته ژمن دی.

هغه زياته کړه: اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ پر اساس د هېڅ هیواد په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او په مقابل کې له نورو هيوادونو څخه هم غواړي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي.