‏له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د اېستلو د کلیزې په مناسبت د رياست الوزراء اداري مرستيال ګډون او وینا

‏له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د اېستلو د کلیزې په مناسبت د رياست الوزراء اداري مرستيال ګډون او وینا

‏د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، نن په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او مسئولینو هم حضور درلود، د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د اېستلو د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

‏د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، د ۱۳۶۷ هـ.ش کال د سلواغې ۲۶ د هیواد په تاریخ کې په زرین خط لیکل شوې، له همدې امله یې ټولو هیوادوالو ته مبارکي وویله او د ملي راډیو تلویزیون مسئولینو څخه یې د دې مراسمو د جوړولو مننه وکړه

‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د غویي د اوومې له کودتاه وروسته زرګونه علما په دښتو، پلیګونو او ډله ییزو قبرونو کې ژوندي خښ شول او د شوروي له تجاوز وروسته میلیونونه افغانان شهیدان، ټپیان، معلول، بې کوره او کډوال شول. افغانانو د تېر او تل په څېر تجاوز ونه مانه. د ډېرو سختیو او ستونزو په ګاللو سره د شوروي ځواکونو پروړاندې ودرېدل او هغوی یې له افغانستان څخه واېستل.

‏د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه، متأسفانه له بریا وروسته مجاهدین د واک په سر په خپلو کې وجنګېدل او افغانان یې له سمتي، قومي، ژبنیو اختلافونو او نورو مصیبتونو سره مخ کړل.په همدې وخت کې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله له یو شمېر نورو مجاهدینو سره د افغانانو د خوندیتوب په موخه قیام وکړ. د اسلامي امارت واکمني او امنیت یې ټینګ کړ.

‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د لویدیځو اشغالګرو ځواکونو د تېری پرضد د جهاد پرمهال د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله، شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله او د عالیقدر امير المؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله تر قيادت لاندې ډېر علما، مجاهدین او د اسلامي امارت مشران شهیدان او په ګوانتنامو او نورو زندانونو کې زنداني شول، مګر لله الحمد يو ځل بيا په هيواد کې اسلامي نظام حاکم شو.

‏د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د اسلامي نظام له حاکمیت او ازادۍ وروسته د امير المؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د بښنې عمومي فرمان صادر، سراسري امنیت تأمین، نشه يي توکي له منځه یووړل شول، د شهيدانو او د مجاهدينو په مقابل کې د وژل شويو کسانو د کورنيو او يتيمانو کفالت وشو، سوالګر را ټول او له واقعي اړمنو سره مرستې وشوې، د معتادينو درملنه وشوه، په مرکز او ولایتونو کې انکشافي پروژې ترسره ، امنيتي او دفاعي ځواکونه تنظیم او وروزل شول او همداراز کډوالو ښه مديريت او په هیواد کې نور مهم کارونه او پرمختګونه ترسره شول.

‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي افغانانو ته په خطاب کې وويل، د ازادۍ قدر وپېژنئ، د الله جل جلاله شکر اداء کړئ، خپل یووالی وساتئ او د اسلامي امارت مسؤلينو سره همکاري وکړئ. همدارنګه دې مسؤلین له هیوادوالو سره په تواضع او اسلامي اخلاقو چلند وکړي. له تکبر، غرور او هر ډول تعصب دې ځان وساتي او تر خپلې وسې دې د خلکو ستونزې حل کړي.