د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.
محترم ملا عبدالغني برادر د کابل – بګرام سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه وباله او ویې ویل، چې دا سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.
هغه زیاته کړه، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.
نوموړي وویل، له بده مرغه افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو برخو وېشل شوی و، چې د ملي مشترکاتو د پیاوړي کولو په برخه کې یې لوی اکثریت له لاسه ورکړی و.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال وويل، اسلامي امارت د دې ستونزو د حل لپاره جدي هڅه کوي، ترڅو دا ټول بې مفهمومه تقسیمات له منځه یوسي او افغانان په داسې اسلامي او واحد ملي دریځ کې راټول کړي، چې د افغانستان سترې ګټې پکې خوندي وي. هغه وویل، په دې برخه کې یو بنسټیز کار تر شپږم ټولګي پورې د مدرسې او مکتب د نصاب توحید دی، چې اسلامي امارت وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو هیوادوالو غږ وکړ، چې د نورو له ړاند تقلید څخه لاسي واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانشي او واقعیتونه غلط تفسیر نه کړي.
نوموړي وويل، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او هر څوک دلته په ارامه ژوند پر مخ وړلی، خپل هېواد ته راتللی او دلته پانګونه کولی شي.
هغه وویل: «موږ نه د چا مخه نیولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی، چې هره فردي او جزوي مسئله جدي ونیسي.»
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مثبت تعامل د اوسني وخت اړتیا ده او د سيمه ییز او نړیوال اتصال د پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن دی.
نوموړي زياته کړه، له دې حقیقت څخه سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي. ټول هېوادونه د خپل جغرافیوي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، خامو موادو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې هغه وخت په سمه توګه پوره کېدلی شي، چې د نړۍ هېوادونه د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د تعامل جرأت وکړي، چې دا کار د ټولو په ګټه دی.
په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له هیوادونو وغوښتل، چې هر څوک باید د افغانستان له سرتاسري امنیت، اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه په تهدیدونو بدل شي.
د کابل ـ بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري، چې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.#