د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هیواد د خصوصي پوهنتونونو ټولنې له مسؤلینو او غړو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د خصوصي پوهنتونونو ټولنې رئیس احمدجان پوپل او پوهندوی دوکتور خالداحمد حبیب د نورو په استازولي خبرې وکړې او په مرکز او ولایتونو کې یې خصوصي پوهنتونونو ته د ځمکو د وېش، د برېښنا د بیې د کمښت، د ښاروالۍ د صنفي جواز د معافیت، د امکان تر حده د مالیې د تخفیف او د خصوصي تحصیلي او تعلیمي سکتور لپاره د ځانګړې خونې د ایجادولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، پوهنتونونه او ښوونیز بنسټونه د ټولنې پرمختګ، هوساینه او وړتیا لوړولو کې پیاوړی رول لري.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته په خطاب کې وویل، ستاسې موخه او اراده باید سوداګري نه، بلکې د افغانستان ځورېدلي ولس ته خدمت وي، ځکه د علم رسول زموږ او ستاسې شریک رسالت دی او صادقانه یې اداء کړو.
په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو سره شریک شي.#