د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه جوړه شوه

د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد بورډ د غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې مسؤلینو ته د ورسپارل شویو دندو، اجراآت او فعالیتونه وارزول شول.

وروسته د تولیدي او وارداتي خوراکي توکو او درملو د کیفت کنټرول د څرنګوالي، د ناقانونه خوراکي توکو او درملو د وارداتو د مخنیوي، د غیرمعیاري خوراکي توکو د تولید د مخنیوي، د غیر معیاري درملو او خوراکي توکو د وارداتو د مخنیوي، د غذايي مصؤنیت د تأمین، د پریفورم الزامي کولو، د محصول د بشپړ لیبل او د لابراتواري کیفیت د تجزیې کنټرول د سند ترڅنګ د درملو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د پیاوړتیا او د ټکنالوجستانو د روزنې په اړه هراړخیز بحث ترسره او په هکله یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د غونډې په پای کې په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو د تولید او وارداتو اړوند ادارې مکلفې شوې چې د دغو توکو دقیقه څارنه وکړي.#