د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ لویو پروژو څخه د څلورو د چارو د پيل پرانېستې او د پنځو نورو د ګټې اخيستنې مراسمو کې یې ګډون او وينا وکړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او وې ویل، د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به د باثباته برېښنا خاوندان شو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همدا ډول ټولو هغو پانګوالو ته چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي زېری ورکړ، چې له یوې خوا به ورته پنځه کلن مالیات معاف کړي او په ورته وخت کې به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول حالاتو کې دوی ته دایمي برېښنا هم ورسوي.
هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د محدودونکو سیاستونو پر ځای تعاملي سیاستونه غوره او د دغه هېواد ننني امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه کوي.
نوموړي وويل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قراردادي شرکتونو له مسئولینو او تخنیکي ټیمونو څخه وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول او په کرُخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب سټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي.
همدارنګه په نویو پيل شويو پروژو کې د پُل هاشمي سب سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب سټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.#