د رياست الوزراء اداري مرستيال په ايران اسلامي جمهوريت کې د افغانستان اسلامي امارت سفير سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال په ايران اسلامي جمهوريت کې د افغانستان اسلامي امارت سفير سره وکتل

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفير محترم مولوي فضل محمد حقاني سره وکتل.

په دې ليدنه کې، لومړی په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت سفير محترم مولوي فضل محمد حقاني خبرې وکړې او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه يې د رياست الوزراء اداري معاونیت ته راپور ورکړ. 

نوموړي وويل، د دغه سفارت مسؤلين په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا لپاره هڅه کوي، چې تر اوسه يې ښه نتيجه ورکړې ده.

محترم مولوي فضل محمد حقاني وويل، دې ته په پام چې په ايران کې ګڼ شمېر افغانان مېشت دي په ياد هیواد کې کونسلي خدمتونه فعال دي او مېشتو افغانانو ته په ښه ډول خدمتونه وړاندې شوي او ستونزو ته يې رسيدګي شوې ده. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په ايران اسلامي جمهوريت کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې. 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، افغانستان او ايران په ديني، تاریخي، فرهنګي او اقتصادي برخو کې لرغونې اړيکې لري او د دې سفارت مسؤلين يې بايد د لا زياتې پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په ايران کې د افغانستان اسلامي امارت له مسؤلینو څخه وغوښتل، ترڅو په ياد هيواد کې مېشتو افغانانو ته په ښه ډول د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.#