د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بغلان ولایت له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بغلان ولایت له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د بغلان ولایت د نهرین، جلګې او برکې ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې کتنه کې د یادو ولسوالیو قومي مشرانو د اسلامي امارت له مسوولینو څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې یې سېلاب ځپلو ته پر وخت رسیدګي کړې او د خلکو ستونزې یې حل کړې دي.
دغو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او په بغلان ولایت کې یې د سړکونو، ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو او جوماتونو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز د سېلابونو له امله د ویجاړو شویو کورونو د بیا رغاولو او استنادي دېوالونو د جوړولو وړاندیز هم وکړ.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له یادو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د جهاد په کلونو کې د افغانستان د نورو ولایتو په څېر د بغلان مجاهدینو هم بېسارې قربانۍ ورکړې او سختۍ یې وزغملې.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي نظام د ټولو افغانانو د خدمت مسؤولیت لري او د بغلان ولایت د اوسېدونکو د ستونزو حل ته به اساسي پاملرنه وشي.