د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې سرې مياشتې ته د ځانګړې شوې اونۍ په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د دغو مراسمو جوړولو له امله د افغاني سرې مياشتې عمومي رياست کارکوونکو څخه مننه وکړه او وې ويل، سرې مياشتې ته د اونۍ ځانګړي کولو موخه اړمنو او زيانمنو هيوادوالو ته د مرستو ټولول دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، په وروستۍ نيمه پېړۍ کې افغانان له يوې خوا د تحميلي جګړو، اقليمي تغييراتو او طبيعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو له امله متضرر شوي او له بل لوري په وروستيو دوو کلونو کې له ګاونډيو او نورو هيوادونو څخه شاوخوا درې ميليونه هيوادوال اخراج او وطن ته ستانه شوي، چې د هغوی ستونزو ته رسيدګي او ورته د دايمي استوګنې او کارموندنې برابرولو لپاره د افغانانو، ملي سوداګرو، خيرخواه کسانو او نړيوالو سازمانونو همکارۍ او مرستې ته اړتيا ده.
د رياست الوزراء اداري مرستيال ملي سوداګرو، صنعتکارانو، کسبګرو، خيرخواه کسانو او ټول ملت ته په خطاب کې وويل، ټول دې تر خپلې وسې پورې له سرې مياشتې سره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو دغه بنسټ وکولای شي اړمنو او زيانمنو اقشارو لکه د زړه سوري لرونکو او په نورو لاعلاجه ناروغيو اخته ماشومانو، راستنېدونکو کډوالو او په ځانګړي ډول د کونړ ولايت زلزله ځپليو سره مرسته وکړي، چې ورته شديده اړتيا لري.#