د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ راتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د نفوس زیاتوالي، د اقتصادي فعالیتونو حجم او د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو ښاري پراختیا، ترانسپورټي زېربنا او ښاري نظم اساسي اړتیا وبلله او وې ویل، کابل ښار باید په معاصره توګه د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په درک کولو سره په بېسارې توګه د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم په برخه کې پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ستاینې او قدر وړ دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا او د زېربنايي پروژو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره یې چارې په ښه ډول بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.#