د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ښار میوند واټ د لوړ پوړیزو ودانیو اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې حاجي دریا خان مشعل د نورو په استازولۍ په هیواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي نظام په راتګ سره د افغانانو هیلې ترلاسه شوي او تل ورسره همکاري کوو.
حاجي دریا خان مشعل د کابل ښار د میوند واټ د لوړپوړیزو ودانیو د وسایطو لپاره د تمځایونو جوړولو په تړاو د متشبثینو نظریات او وړاندیزونه شریک کړل. نوموړي وویل، یاده اتحادیه حاضره ده په هغه ځای کې چې میوند واټ ته نږدې د اسلامي امارت له لورې تثبیتېږي، معیاري تمځای جوړ کړي. حاجي دریا خان مشعل غوښتنه وکړه چې د اړوندو ادارو له لوري دې یو پلاوی تعین شي ترڅو په میوند واټ کې د نویو تمځایونو سروې او ارزونه وکړي.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د ذکر شوې اتحادیې غړو ته د ښه راغلاست پر مهال د سوداګرو همکاري وستایله وې ویل، په ټول هیواد کې عمراني طرحې د ولسونو د هوساینې، آرامۍ او خیر په موخه تطبیقېږي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، د دې امکان شته چې د دغو طرحو پر تطبیق ځیني کسان ناخوښه وي، اما په ټوله کې د عمراني برنامو تطبیق د خلکو د هوساینې، د هیواد د ابادۍ او ښاري نظم د ایجاد لپاره اړین دی چې د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې راځي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړي.#ا