د تخار والي او یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د تخار والي او یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د تخار والي محترم مولوي ضیاء الرحمن مدني او د یاد ولایت له یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.

د دغې کتنې په پیل کې محترم مولوي ضیاء الرحمن مدني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي، ښې حکومتولۍ په ځانګړي ډول د تخار ولایت مجاهدینو د وضعیت په اړه یې راپور د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره شریک کړ.

د تخار والي په تالقانو ښار کې د امنیتي حوزو د کافي شمېر کمبود، د غاصبینو له لورې د عامه ملکیتونو غصب، د ځنګلونو ناقانونه وهل، د یو شمېر مجاهدینو بې سرنوشتي، په درقد ولسوالۍ کې د امو سیند تخریبات او د معیاري مواصلاتي سړکونو نشتوالی د یاد ولایت عمده ستونزې په ګوته کړې.

نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل د یادو شویو ستونزو حل په ځانګړي ډول ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار والي او مجاهدینو سره پر ملاقات خوښي څرګنده کړه او د تخار ولایت د خلکو او مجاهدینو قربانۍ او سرښندنې وستایلې او هغه یې په تاریخي ډول بېسارې وبللې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال ټولو افغانانو ته د کاري فرصتونو ایجاد د اسلامي امارت له تعهداتو وباله او زیاته یې کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې مطابق به د راتلونکي کال په تشکیل کې ټول مجاهدین شامل شي؛ همداراز د اسلامي امارت مسوولین به د افغان ولس په ځانګړي ډول د تخاریانو د ستونزو د حل په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.