د رياست الوزراء سياسي مرستيال د اکمال تخصص له زده کړو فارغ شویو څو تنو  ډاکترانو سره ولیدل

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د اکمال تخصص له زده کړو فارغ شویو څو تنو ډاکترانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير نن د اکمال تخصص له زده کړو څخه فارغ شویو څو تنو ډاکترانو سره وکتل.

په دې کتنه کې حاضرو ډاکترانو د هېواد روغتیايي سکتور کې د نوښتونو او پرمختګ په یادولو سره وویل، له پوهنتون څخه فارغ شوي ګڼ شمېر ډاکتران د تخصص بشپړولو هیله لري. 

دوی زیاته کړه، اوسمهال په هېواد کې دننه د افغان کادرونو لخوا پيچلي روغتیايي عملیات ترسره کېږي او افغان ډاکتران په دې برخه کې د اسلامي امارت لازيات ملاتړ غواړي.

يادو ډاکترانو په کور دننه د اکمال تخصص ملي پروګرام له فرصت څخه په خوښۍ وویل، په دې برخه کې د جذب کچې له لوړېدو سره شونې ده، چې په افغانستان کې د متخصصو ډاکترانو د کمښت ستونزه حل شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، له افغان ډاکترانو سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه وې ويل، اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري، د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري فرصتونو برابرولو ته هم ژمن دی.

محترم مولوي عبدالکبير زیاته کړه، د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ په علمي او تخصصي مرکزونو کې په مناسبو امکاناتو د افغان کادرونو د ګمارنې هڅې پیل شوي دي.

 د دغې کتنې په پای کې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال راغلو ډاکترانو ته په خطاب کې وویل، پر وړاندېزونو به یې غور وشي او له اړوندو ادارو سره به يې شریک کړي.#