د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير نن په خوست ولایت کې د مېشت تڼي قوم له یو شمېر مخورو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د تڼي قوم حاضرو مخورو او مشرانو د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت هڅې وستایلې وې ویل، ولسونه د حکومت له دې چارې خوښ دي.
يادو مخورو د حکومت او ملت تر منځ د همکاریو په پراختیا ټينګار وکړ او د اسلامي نظام د هر ډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
د ناستې پر دوام د تڼیو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د څړځایونو، ودانیزو او پراختیايي چارو د پیل او یو لړ نورو مسائلو د حل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، يادو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د اسلامي نظام په توګه افغانانو ته د خدمت او د ولس د ستونزو د حلولو مسؤلیت لري او همدې موخې ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ هڅې روانې دي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په اساسي ډول د افغان ټولنې د ستونزو د حل لپاره اړینې لارې غوره کړي او ټولو ننګونو ته به رسیدګي وشي.
د دغې لیدنې په پای کې محترم مولوي عبدالکبير د تڼیو مخورو او قومي مشرانو ته یادونه وکړه، چې شته مسایلو ته د رسېدنې په موخه به اړونده ادارې اقدام وکړي او د ولس سلا مشورې به په نظر کې ولري.#