د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته، د ماليې وزارت او د نفت او ګازو خپلواکې ادارې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#