د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې له غړو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې له غړو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې له غړو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د سوداګریزو شرکتونو، مارکېټونو او کسبګرو استازو حضور درلود، هغوی د اسلامي امارت له همکاریو څخه په مننې زیاته کړه، د اسلامي نظام په راتګ سره یې ګڼې ستونزې هوارې شوې دي.

دوی زیاته کړه، افغان سوداګر په هېواد کې لاډېرې پانګونې ته لېواله دي چې له دې لارې به په مستقیم او غیرمستقیم ډول زرګونه کاري فرصتونه رامنځته او د اقتصادي ودې سبب شي.

د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې غړو وویل، افغان پانګوال له اسلامي امارت سره د واخان لویې لارې د جوړېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي. همدارنګه که په صنعتي ښارګوټو کې ځمکه ورکړل شي په تولیدي برخه کې به هم کار پیل کړي.

د کابل د سوداګرو او کسبګرو د ملاتړ ټولنې غړو د کابل ښاروالۍ او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپارل.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه، څرنګه چې د اسلامي نظام ټینګښت د ټولو افغانانو شریک ارمان وو، نو هر افغان پر حکومت حق لري او کولای شي په زغرده خپل نظریات او غوښتنې له اسلامي نظام سره شریکې کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کور دننه د افغان سوداګرو پانګونه مهمه وبلله او یادونه یې وکړه، اسلامي امارت یې د چارو ملاتړ کوي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د سوداګرو د وړاندېزونو په اړه د غور كولو یادونه وکړه او وې ویل، اړونده ادارې به له دوی سره د ستونزو د حل لپاره ګډې ناستې ولري.