د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د مشرقي ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د مشرقي ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن د مشرقي ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني دغو ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال ډاډ ورکړ، چې اسلامي نظام له ولسونو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ځوانانو ته ځانګړې توجه لري.
ورپسې ډاکټر محمد کریم ناصري او ډاکټر وفا محمد ناصري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ځوانانو ته د پاملرنې ترڅنګ یې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک د چارو د پیلېدو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او ځوانانو ته د کارموندنې، د برېښنا، د ښوونکو د تشکیل د زیاتوالي، د ځوانانو د شوراګانو د انسجام، د ننګرهار هوایي ډګر د نیمګړو چارو د پیلولو او د خصوصي روغتونونو د څار د زیاتوالي په برخو کې خپلې ستونزې بیان کړې.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ځوانانو له ملاتړ څخه په مننې وویل، هماغسې چې د اشغال پر مهال په شل کلنه مبارزه کې ځوانانو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره قرباني ورکړه، د هیواد د ابادۍ او د اسلامي نظام د بقا لپاره هم د ځوانانو رول مهم دی.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د کابل ـ جلال اباد دویم سړک د چارو عملي پیل ته په اشارې وویل، په ټول هیواد کې په داخلي عوایدو د بیارغاونې لویو او ملي پروژو چارې روانې دي او اسلامي امارت د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د غونډې په پای کې محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د مشرقي ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې پر ستونزو او وړاندیزونو به یې غور وشي.