د چین هیواد د سي ان پي سي آی (CNPCI) بین المللي شرکت رئیس سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال لیدنه

د چین هیواد د سي ان پي سي آی (CNPCI) بین المللي شرکت رئیس سره د ریاست الوزرا د اداري مرستیال لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د چین هیواد د سي ان پي سي آی(CNPCI) بین المللي شرکت رئیس ښاغلي هن ریومن (Hanruimin) او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي هن ریومن په افغانستان کې د ډاډمن امنیت تامین ته په کتو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
محترم حنفي هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د اقتصادي فعالیتونو او په ځانګړي ډول په هیواد کې په بېلابېلو برخو کې د بهرنۍ پانګونې هرکلی کوي.
همدارنګه د ریاست الوزرا محترم اداري مرستیال په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د ښو زمینو برابرولو او د بېلابېلو پروژو په تطبیق کې د اسلامي امارت د هراړخیزې همکارۍ د چمتووالي ډاډ ورکړ.