د افغانستان اسلامي امارت د کابينې څلورمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر ۲۲مه/ وږي ۵مه» ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په يو شمېر موضوعاتو بحث وشو او د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د درملو نرخونه کنټرول کړي، د خپل اصلي نرخ څخه په لوړه بیه د پلور مخنیوی وکړي او ټول درملتونونه متوجه کړي ترڅو درمل په خپل مناسب قيمت وپلوري او د خلکو له مجبوريت څخه ناوړه استفاده ونه کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ دې د انسانانو د قاچاق مخنیوي ته توجه وکړي او په دې برخه کې دې اقدامات وکړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.