د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې له غړو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې له غړو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې له استازو سره ولیدل.
د بهر مېشتو افغان کادرونو د انسجام ټولنې استازي، له بېلابېلو هېوادونو څخه تازه افغانستان ته راغلي دي چې مشري یې ډاکټر عبدالمتین صافی کوي.
په دې لیدنه کې د یادې ټولنې غړو په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټینګښت او د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او ویې ویل، چمتو دي چې د افغانستان په رغاونه او اقتصادي پياوړتیا کې همکاري وکړي. یادو افغان کادرونو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او ویې ویل، د افغانستان شرایط له هغو سره ډېر توپير لري چې په بهر کې یې خلک د رسنیو له لارې ګوري.
هغوی وویل، هېڅوک په افغانستان کې جګړه نه غواړي او نه د جګړه غوښتونکو ملاتړ کوي، بلکې افغانان د باثباته اسلامي نظام ملاتړ کوي، چې ټول افغانان پکې راټول او حقونه یې خوندي وي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو افغان کادرونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د هر افغان مشورې ته د قدر په سترګه ګوري او درناوی یې کوي.
هغه وویل، اوسنی اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او مسؤولین ټولو هېوادوالو ته له تبعیض او توپير پرته د خدماتو وړاندې کولو او د ستونزو د حل کولو مکلفیت لري.
 نوموړي زیاته کړه، په اسلامي نظام کې نشه يي توکي، فساد او زورواکي شتون نه لري، غصب پایته رسېدلی او د اقتصادي پياوړتیا لپاره هڅې روانې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، دا مهال د ټولو ولایتونو ترمنځ په حلقوي او ولایتي سړکونو کار پیل شوی او یا به په نېږدې وخت کې پیل شي، پانګونې پراختیا موندلې، بودیجه له خپلو عوایدو پوره کېږي، د برېښنا، روغتیا او پوهنې په برخه کې په اساسي پروژو کار روان دی.
هغه ټولو افغانانو ته بلنه ورکړه، چې هېواد ته راشي او په ډاډه زړه خپل باعزته ژوند ته دوام ورکړي او د هېواد په ابادۍ او رغاولو کې ونډه واخلي.2017:56