د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې وی رونیکا بوسویک پوهار او مل پلاوي سره تعارفي لیدنه وکړه.

په پیل کې اغلې بوسویک پوهار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر فعالیتونو خبرې وکړې وې ویل، اروپايي ټولنه په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د شته ستونزو د حل پلوي ده.

نوموړې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې تر منځ پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اروپايي ټولنه هڅه کوي په کابل کې خپل فعالیتونه په اړتیا وړ برخو کې په اغېزناکه توګه ترسره کړي.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د اروپايي ټولنې له مرستو په مننې وویل، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له خپلې بودیجې د هېواد رغاونه پيل کړې او د اقتصادي خودکفایۍ لپاره یې هڅې کیږي.

محترم مولوي عبدالکبیر له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ودې په حال کې وبللې او څرګنده یې کړه، دا مهال په افغانستان کې د ګڼ شمېر بهرنیو سفارتونو د فعالیت تر څنګ اسلامي امارت په بهر کې ۴۰ سیاسي استازولۍ په واک کې لري او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په انکشافي، د نشه يي توکو لمنځه وړلو، د بدیل کښت، کاري فرصتونو برابرولو او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه وې ویل، اسلامي امارت په یوازې ځان د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوي. نوموړي په دې برخه کې د نړیوالو مرستې اغېزمنې وبللې.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، اسلامي امارت د نړۍ ټولو هغو اندېښنو ته رسیدنه کړې چې د افغانستان د خاورې په هکله یې لرلې.#