د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د میر عبدالکریم اغا په نوم جوړ شوي جامع جومات پرانیسته وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د میر عبدالکریم اغا په نوم جوړ شوي جامع جومات پرانیسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د (میرعبدالکریم اغا) نوي اعمار شوي جامع جومات په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د جومات د مالي ملاتړ کوونکي او د هغه د همکارانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، جومات جوړونکي د اسلام په دین کې خورا لوړ مقام لري.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې د اسلامي نظام له حاکمیت سره د ابادۍ چارې په بېساري ډول روانې دي، چې د ګڼو نورو بنسټيزو پروژو ترڅنګ هر کال لسګونه جامع جوماتونه هم د اسلامي امارت او خلکو لخوا په اساسي ډول رغول کېږي. 

نوموړي وویل، اسلامي نظام د خپلو ارزښتونو ساتلو او پراختیا ته ځانګړې توجه لري او هڅه کوي افغانستان د پراختیا او اقتصادي ودې له اړخه پر ځان بسیا کړي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د مثبت تعامل او د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی، خو هېڅ وخت به پر دیني او ملي ارزښتونو معامله ونه کړي. 

محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي نظام د ټولو افغانانو، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او ساتنې مسؤلیت لري او د خپل فعال بهرني سیاست له مخې له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکي لري.

محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې ځايي خلکو ته په خطاب کې وویل، خپل لمونځونه په جومات سره اداء کړي او د خېر په کارونو کې برخه واخلي.

دغه جامع جومات د یوه افغان پانګوال حاجي بسم الله لخوا جوړ شوی او په پرانیستغونډه کې یې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ترڅنګ د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو، سوداګرو او ځایي خلکو هم برخه اخیستې وه.#