د ریاست الوزراء اداري مرستیال د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مخورو سره وکتل.

په پیل کې راغلو علماؤ او مخورو د دې ولسوالۍ د امنیتي او اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو په هڅو امنیت تأمین دی چې له امله یې د دې ولایت په ځانګړي ډول د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.

د چاه آب ولسوالۍ علماؤ او مشرانو دغه راز د یادې ولسوالۍ د خلکو ځینې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریک کړل او دغې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسؤلینو ځانګړې پاملرنه وغوښته.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د امنیت تأمین او هیوادوالو ته خدمات وړاندې کول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او په دې برخه کې مسؤلین شپه او ورځ هڅې کوي. 

همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به ورته رسیدګي او په اړه لازم اقدامات وکړي.#