د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پنجشېر له امنیه قومندان سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پنجشېر له امنیه قومندان سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د پنجشېر له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره وکتل.
ښاغلي بدر د پنجشیر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سراسري امنیت د تامین ډاډ ورکړ او ویې ویل، له ولسونو سره ښه همغږي لري او خلک له امنیتي ارګانونو سره همکار دي.
هغه وویل، د پنجشېر ګڼ شمېر ځوانانو په اسلامي اردو او د پولیسو په لیکو کې د جذب لپاره نوملیکنه کړې چې ډېر ژر به یې رسمي چارې پیل شي.
د پنجشېر امنیه قومندان وویل، د پنجشېر د ولسونو د ستونزو د حل لپاره د مسوولو ادارو تر څنګ ځانګړی کمېسیون هم کار کوي او وخت ناوخت له ځايي خلکو سره ناستې لري.
قاري احمد الله بدر په پنجشیر کې د لاډېرو پراختیايي پروژو پر اړتیا خبرې وکړې او د بې روزګاره ځوانانو لپاره یې د کاري فرصتونو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د امنیت ساتلو په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، په پوځي برخو کې د وړ کسانو ګومارل او د مجاهدینو هڅو په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین کړی دی.
نوموړي وویل، په پوځي ادارو کې د پنجشېر د یو شمېر ځوانانو د جذب تر څنګ به په دغه ولایت کې د پراختیايي پروژو په عملي کېدو سره د دندو فرصتونه رامنځ ته شي.
محترم سیاسي مرستیال دغه راز وویل، هڅه کېږي په پنجشیر کې د سېلابونو دتخریب د مخنیوي په برخه کې د یو شمېر اساسي پروژو لپاره بودیجه ځانګړې شي.