د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې ښاغلي قاضي جان قریشي د نورو په استازولي وویل، افغانستان د تاریخ، کلتور، طبیعي ښکلا او ستراتیژیک موقعیت له پلوه بېسارې دی که چېرته د سیاحت پر وړاندې شته ستونزې حل او لا نورې اسانتیاوې برابرې شي نو افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه پر یوه مهم سیاحتي مرکز بدل شي چې له امله به یې هیوادوالو ته کاري فرصتونه ایجاد شي.

نوموړي ګرځندوی شرکتونو ته د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ادارو دوامداره همکاري، په تاریخي او تفریحي سیمو کې په نړیوالو ژبو د معلوماتي لوحو او بنرونو د نصبولو او ګرځندویانو ته د انلاین ویزو د ورکړې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه شریک کړل.

ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د سرتاسري امنیت ټینګښت او د نورو هیوادونو په پرتله د ګرځندوی ارزانه خدمات د دې لامل شوی چې هیواد ته د ګرځندویانو په شمېر زیاتوالی راشي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس څرګنده کړه، په ځینو برخو کې شته خلاو ته د اسلامي امارت مسؤلین متوجه او د حل لپاره یې لاس پکار دي. ستاسې هدف باید په تجارت او پانګونه کې د افغانانو لاسنیوی او د هیواد ملي ګټو ته ترجیح ورکول وي.

په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د یادې اتحادیې مسؤلینو او غړو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک شي.#