د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ جوړه شوه

د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ جوړه شوه

د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د محترمو غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ هجري شمسي مالي کال د تشکيل او پلان تر څنګ د هرات، کندهار، جلال آباد، مزارشريف او کندز ښاروالیو د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په اړه هر اړخيز بحث ترسره او په هکله يې لازم تصميمونه ونيول شول.#