د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ برنامې له مسوولینو او محصلینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ برنامې له مسوولینو او محصلینو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ برنامې له مسوولینو او محصلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس پوهنمل حسین احمدزي د یاد پوهنځي په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، په دې پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې د ماسټرۍ برنامه تازه پیل شوې چې لومړنۍ دوره فارغ کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
نوموړي وویل، د دې برنامې مسوولین او محصلین هڅه کوي د خپلو علمي څېړنو او کنفرانسونو پر مټ نړۍ ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي. هغه زیاته کړه، په یاده برخه کې دې اسلامي امارت د دوی لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
ورپسې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن د پوهنتون استادان او محصلین کولی شي له خپلو مسوولو چارواکو سره خپلې علمي لاسته راوړنې او ستونزې شریکې کړي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې ځوانو کادرونو ته دې د افغانستان په سیاسي لیدلوري او مسلکي برخه کې د جذب زمینه برابره شي.
راغلو محصلینو د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت سیاسي فعالیتونه او پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
دوی له اسلامي امارت د تاریخ او فرهنګ ملي کمیسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو د افغانستان فرهنګ او تاریخ ژوندی وساتي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو مسوولینو او محصلینو څخه د مننې تر څنګ د افغانستان پېژندنې د برنامې په پیل خوښي وښوده او په دغه برخه کې یې د استادانو او مسوولینو هڅې وستایلې. نوموړي زیاته کړه، محصلین دې بهرمیشتي افغان کادرونه افغانستان ته را دعوت کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له راغلو محصلینو سره د اسلامي امارت، سیمې او نړۍ په اړه معلومات شریک کړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
محترم مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې محصلینو ته د افغانستان د وضعیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي زیاته کړه چې په تېر شل کلن جهاد او قربانیو کې ولسونو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او علماوو برخه اخیستې او اسلامي امارت دوی په جهاد او اسلامي نظام کې شریک بولي او د اسلامي نظام ساتنه او تقویت د ټولو ګډه دنده ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل: اسلامي امارت د اسلامي نظام د ټېنګښت او تقویت تر څنګ په سیاسي او اقتصادي میدان کې د افغانستان ځلولو هڅه کړې چې دا مهال اسلامي امارت په مختلفو هېوادونو کې ۴۰ رسمي استازولۍ لري او له نړۍ سره تعامل مثبت لور ته روان دی.
محترم مولوي عبدالکبیر، په خپلو خبرو کې وویل اسلامي امارت له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر ندی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي،
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل اسلامي امارت د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چاته زموږ په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.