په دغه کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې و شوه د ترکیې سفیر وویل، موږ د سرې میاشتې له لورې افغان کډوالو او بېځایه شویو ته مرستې رسولي او د مرستو یاده لړۍ لا هم دوام لري. نوموړي د تیکا موسسې د فعالیتونو د دوام په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل، ترکیه له کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته کوي؛ همداراز به په کندهار، هرات او کجکي ولسوالۍ کې د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویلوي، دوام وکړي. د ترکیې سفیر څرګنده کړه، د ترکيې پانګوال په افغانستان کې د پانګونې لېواله دي چې یو شمېر به یې په راتلونکي اوونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي. د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان او ترکیې مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل وې ویل، ترکیه تل د متحد افغانستان غوښتونکې ده. هغه زیاته کړه، افغانستان د ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د ترکیې مرستو او همکاریو ته اړ دی او موږ غواړو ترکیه په افغانستان لا زیاته پانګونه وکړي. مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ د لازیاتې مرستې غوښتونکی شو. نوموړي څرګنده کړه، هغه ښځې چې په بېلابېلو ادارو لکه پاسپورټ ریاست، هوایي ډګر او د روغتیا سکتور په برخو او په اکثره ولایتونو کې د نجونو په ښوونځیو کې کې کار کوي، فعالې دي. دغه راز به د نوې تعلیمي طرحې په بشپړولو سره په راتلونکي کال کې په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.