د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ازبکستان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ازبکستان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د ازبکستان له سفير ښاغلي خواجه یادګار شادمانوف سره د مخې ښې کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه په پیل کې د ازبکستان سفير، په افغانستان کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت په موده کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه وې ویل، افغانستان د ازبکستان دوست هېواد دی او د دواړو لوریو تر منځ اړیکې دوستانه او ژورې دي.

ښاغلي شادمانوف دېته په اشارې چې په افغانستان کې یې د خپل د ماموریت پرمهال د کابل او تاشکند د اړیکو پراختیا ته ځانګړی پام کړی وویل، د ازبکستان چارواکي افغانستان سره د لا ډېرو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي.

نوموړي څرګنده کړه، افغانستان ته د ازبکستان د لومړی وزیر د سفر پر مهال د شویو دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر عملي کېدو کار پیل شوی، همداراز به په نږدې راتلونکي کې یو بل ازبک پلاوی هم د برېښنا په برخه کې د همکاریو او امو سیند څنډو د تحکیماتو په موخه کابل ته سفر ولري.

ښاغلي خواجه یادګار شادمانوف په نږدې ورځو کې تاشکند ته د افغان سفیر د تګ د تابیا د یادونې ترڅنګ وویل، د ازبکستان تخنیکي ټيمونه په افغانستان کې د پخوانیو تولیدي کارخونو د بیارغاونې پلان لري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د خواجه یادګار شادمانوف دیپلوماتیک ماموریت او د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو پیاوړتیا کې د نوموړي هڅې وستایلې او له تاشکند سره یې د اسلامي امارت اړیکې په مناسب حالت کې یادې کړې.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، افغان حکومت پر خپلو ژمنو عمل کړی او هیڅکله هم اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته ضرر ورسیږي.

د محترم سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د خپلواک سیاست پر بنسټ مثبت تعامل ته لومړیتوب ورکوي او غواړي په سیمه کې د اقتصادي پروژو برخه شي، همداراز په پام کې لري د بحث وړ موضوعات د خبرو له لارې حل کړي.

محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان په اړه د ازبکستان د استخباراتو د مشر د څرګندونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، په تېرو درې کالو کې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پام وړ پرمختګونه شوي او د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.#