د البصر خیریه مؤسسې د کراچۍ الابراهیم نړیوال روغتون د ډاکټرانو پلاوي سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د البصر خیریه مؤسسې د کراچۍ الابراهیم نړیوال روغتون د ډاکټرانو پلاوي سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماښام په سپېدار ماڼۍ کې د البصر خیریه مؤسسې د کراچۍ الابراهیم نړیوال روغتون د ډاکټرانو پلاوي سره وکتل.
‎په دې ناسته کې راغلي پلاوي د البصر خیریه مؤسسې د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، دا مؤسسه د نړۍ بېلابېلو بېوزلو هېوادونو ته ډاکټران لېږي او له هغوی سره د روغتیا په برخه کې مرستې کوي.
هغوی زیاته کړه، دغه پلاوی به ۱۱ ورځې په افغانستان کې وي او په کابل کې به د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر چتر لاندې هره ورځ له ۱۰۰۰ تر ۱۲ سوه ناروغان معاینه کړي او د سترګو د پردې(کترک) په برخه کې به ۸ سوه تر ۱۲ سوه عملیاتونه په وړیا ډول ترسره کړي.
هغوی زیاته کړه، له دې وړاندې دوی په هرات او مزار کې هم دیته ورته فعالیتونه کړي او څلورم ځل دی چې دا چارې په کابل کې ترسره کوي.
دوی وویل، په راتلونکي کې به په افغانستان کې د سترګو په برخه کې یو معیاري روغتون او په ځینو ولایتونو کې به کمپلکسونه جوړ کړي، چې په یاد روغتون کې به د البصر خیریه مؤسسې لخوا افغان ډاکټرانو ته مسلکي روزنه هم ورکړي
‎ د ریاست الوزرار سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، په وړیا ډول د بې وزلو افغانانو د درملنې لپاره ستاسو هڅې نړیوالو سازمانونو ته دا پیغام ورکوي چې هره اداره کولای شي په افغانستان کې افغانانو ته خدمت وکړي.
د دې ناستې په پای کې د محترم سیاسي مرستیال راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.