د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه

د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د یادې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي دوکتور نور محمد ثاقب پر وخت د حاجیانو د لېږد، د حج مناسکو د تعلیم په موخه د معلمینو د استولو او د الوتنو د وختونو د تنظیم په اړه د یاد وزارت د اجرااتو په هکله راپور وړاندې کړ.#