د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل او وروسته يې د کورنيو چارو وزارت اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، د يو شمېر موضوعاتو د لا زياتې ارزونې او تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#