د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون مازدیګر په امریکا او اروپا کې له مېشتو افغان کادرونو او متخصصینو سره چې په مختلفو برخو کې مهارتونه او تخصص لري او د ډېری همفکرانو په استازیتوب کلونه وروسته افغانستان ته راغلي دي، په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې، د هیواد پر اوسني وضعیت او مختلفو ملي او بین المللي مسایلو بحث او خبرې وشوې.
محترم مولوي عبدالکبیر د هغوی د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت په هیواد کې د اسلامي نظام د بقا او ټینګښت لپاره له ټولو افغانانو سره په تفاهم په ټولو برخو کې هڅې کوي.