د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کویټ هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کویټ هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې د کویټ هېواد له یوشمېر پانګوالو سره وکتل. په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور هم حضور درلود.

د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې پر پانګونې او د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې. د کویټ هېواد پانګوالو وویل، افغانستان اوسمهال د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی لېواله دي چې دلته په مختلفو برخو پر پانګونې سربېره د سوداګرۍ په برخه کې هم فعالیت وکړي. یادو پانګوالو زیاته کړه، دوی غواړي چې په افغانستان کې د هغو مرستو لپاره هم یو پياوړی بنسټ جوړ کړي چې د اسلامي هېوادونو د ملتونو له لوري ورکول کېږي تر څو د دوی په خبره، دغه بنسټ به له اسلامي امارت سره په همغږۍ یادې مرستې د بېوزلو افغانانو په لاس نیوي او پراختیايي برخو کې لګوي چې له امله به یې نوي کاري فرصتونه او د زېربنا په برخه کې پرمختګ رامنځته شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د کویټ هېواد د پانګوالو له پانګونې، دلته د سوداګرۍ په برخه کې له فعالیت او همدا راز په پراختیايي برخو کې د یو قوي بنسټ له رامنځته کېدو هرکلی وکړ او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت یې پوره همکاري او ملاتړ کوي.